د طالبانو د واک تر لاسه کولو نه دولس مياشتې وروسته، ډېری افغان ژورنالستان له دندو وتلي يا په تېښته کې دي. پاتې نور يې، په ډېر پام سره، د ځواکمن د ننګولو هڅه کوي.
سټيوين بټلر، CPJ پروګرام ارشد مشاور لخوا
هغه خورا سخت تکليف چې د افغانستان خپلواکه رسنۍ يې تېر کال په ۱۵ م اګست باندې د طالبانو لخوا په کابل کې د واک ټينګولو راهيسې ځپلي دي زما د پيغامونو بکس ته – او د ژورنالستانو ساتنې کمېټې (CPJ) کې زما د اکثره همکارانو د پيغامونو بکسونو ته – نږدې هره ورځ راځي.
دا پيغامونه د هغو ژورنالستانو لخوا راځي چې يواځې يو کال وړاندې يې د افغانستان د هغه مهال په چټکۍ سره وده کوونکي، ازاد حرکت کوونکي ورځپاڼو يا نشراتي رسنيو کې يې کار کولو. ځينې ژورنالستان د طالبانو لخوا د بندې کېدلو او وهل کېدلو کیسې ليکي. ځينې د خپلو سختيو تفصيل ليکي. ډیری، چې له افغانستانه وتلو ته تلوار کې وي، د مرستې غوښتنه کوي. بیا هم ځینې نور ژورنالستان دا ليکي چې هغه له هېواده ووتل، مګر په لنډمهاله ويزو باندې د پاکستان او ترکيې غوندې ځایونو کې بند پاتې دي. پيسې ورسره کمې پاتې دي او اکثره وخت وړاندې تګ لپاره ويزه نشي اخيستلی – د متحده ايالتونه حکومت له ۹۰٪ څخه ډېر هغه افغانان چې په بشردوستانه اساس باندې امريکا ته د ننوتلو په لټه کې وي ردوي – هغوي په دې وېره کې دي چې بېرته به هېواد ته د يو نامعلوم برخليک په لورې واستول شي.
دا ډول غوښتنې د هغه بحران يواځې يوه اندازه ګيري ده چې تېر کال د امريکايي عسکرو د وتلو پرمهال د طالبانو لخوا په افغانستان بېرته د ولکې ټينګولو راهيسي يې د افغانستان متنوع خپلواکه رسنۍ يې وهلې دي. مګر دوي همدارنګه د هغو ژورنالستانو د مقاومت او کلک هوډ هم مستند کوي چې په حقيقت باندې بناء راپور ورکولو په ارزښت باندې پوهيږي. د هېواد ډېری ژورنالستان لا هم هوډمن دي چې کار ته دوام ورکړی – هم په هېواد کې دننه او هم له هېواد څخه بهر – په دې هيله چې د افغانستان خپلواکه رسنۍ به يو ارزښتناک رول لوبولو ته ادامه ورکوي.
لکه څنګه چې د CPJ لخوا د طالبانو د واک نيولو لومړۍ کليزې باندې د خپريدونکو مقالو دې سلسلې کې مفصل ليکل شوي، هغه ننګونې چې افغان ژورنالستان ورسره مخ دي ډېرې شديدې دي، چې له فزيکي ناوړه ګټه اخيستنې او سانسورولو څخه تر په ښځو باندې لګول شوي محدوديتونو پورې رسيږی. هغه جګړه چې دومره اوږده موده يې هېواد ویجاړ کړ – او ډېری سيمې يې د نه ورتګ ساحې ګرځولې وې – لږ تر لږه اوس لپاره ختمه شوې. اوس تازه کیسې شته چې وويل شي، او يو نوی رژیم شته چې بايد حساب ورکوونکی وګرځول شي.
خطرناک کار
د افغانستان خپلواکه رسنۍ د تېر رژیم د برياليتوب يوه نادره کيسه وه، مګر حتی هغه مهال هم، ژورناليزم يو خطرناکه کار و. سيالو ګوندونو – د حکومت استخباراتي کارکوونکو په ګډون، طالبانو، او اسلامي دولت – اکثره وخت راپور ورکوونکي په نښه کول. کيتي ګانون، چا چې اسوشيټيډ پریس لپاره له دريو لسيزو څخه ډېر په افغانستان باندې راپورونه جوړ کړي وايي چې د طالبانو د واک نيولو نه يو يا يو نيم کال مخکې، په ځانګړي ډول ژورنالستانو لپاره خطرناک و. “تاسو هيڅ نه پوهېدلئ چې څوک به څوک په نښه کوي، او پړه به يې په يو او بل باندې اچوله.”
دا يو پټ راز پاتې دی، د بېلګې په ډول، د ۲۰۲۰ کال د ازاد ژورنالست رحمت الله نېکزاد، چې نړيوالو رسنيو سره يې همکاري کوله، د وژنې ترشا کومه ډله وه، يا په جون ۲۰۲۱ کې هغه موټر بم چا ځای پر ځای کړی و چې د اريانا نيوز ۲۳ کلنه ښځينه راپور جوړوونکې مينا خيري يې ووژله.
د CPJ ډاټا له مخې له ۲۰۰۱ څخه تر ننه پورې، شاوخوا ۵۳ ژورنالستان په افغانستان کې د خپل کار په تړاو وژل شوي؛ چې له دوي څخه، ۲۷ قتل شوي، په دې مانا چې په قصدي توګه په نښه شوي. او له ۲۷ وژنو څخه، څارنوالانو په ۲۰۰۱ کال کې یواځې د څلورو خبریالانو د وژلو په قضیو کې د مجرم محکومول ترلاسه کړل.
د همدې ناوړه ريکارډ له امله، افغانستان د CPJ تر ټولو تازه معافيت شاخص کې پنځمه درجه کې راغلی و، کوم چې هغه هېوادونه په نښه کوي چې د ژورنالستانو د وژل کېدو پر مهال د انصاف غوښتنې لپاره بدترين شرايط لري. د تېر اګست په نيمايي کې د طالبانو لخوا د واک د نيولو راهيسې، له نېکه مرغه، CPJ، لږ تر لږه تر دا مهاله د طالبانو لخوا د ژورنالستانو نورې وژنې نه دي مستند کړي. مګر خطرونه لا هم خپاره دي. د ملګرو ملتونو يو تازه راپور دا موندلې چې د ۱۵ اګست ۲۰۲۱ او ۱۵ جون ۲۰۲۲ تر منځ شپږ ژورنالستان مړه شوي. د راپور له مخې، پنځه يې د داعش-خراسان ولایت ته ځان منسوبوونکي غړيو لخوا وژل شوي؛ يو يې د ناپېژانده مرتکب لخوا وژل شوی. (CPJ داسې ثبوت نه دی موندلی چې د دوي مړينه دې د ژورنالستانو په توګه د هغوي کار په تړاو وي.)
پريشانه کوونکی رجحانونه
د سختو شرايطو لاندې ترسره شوي او په تېر کال کې چاپ شوي سروی ګانې په مشخصاتو کې توپير لري، مګر ډېر پرېشانه کوونکي رجحانونه ښيي: د ورځپاڼو، راديو سټيشنونو، او نورو خبري سرچينو په شمېر کې ډېر لوی کمښت، او همدارنګه د ښځينه ژورنالستانو د شمېر نړېدل.
د دغه رکود يو څه برخه د ويرې له امله رامنځته شوې. طالبانو په خبري رسنيو باندې، ځينې مهال په تاوتريجنه طريقه، فشار وارد کړی چې د دوي بنسټپاله ايډيالوژۍ سره مطابقت وکړي. د بېلګې په ډول، د طالبانو جنګياليو د اطلاعات روز ورځپاڼې هغه راپور جوړوونکي بنديان کړي او سخت يې ټکولي چې په ستمبر ۲۰۲۱ کې يې يو لاريون ته پوښښ ورکولو، لکه څنګه چې CPJ راپور ورکړی. طالبان همدارنګه د ورځپاڼې دفتر ته ورغلي او هغوي ته د انتقادي ژبې او د نه منلو وړ اصطلاح ګانو کارولو پر خلاف اخطارونه ورکړي دي – د بېلګې په ډول، “د افغانستان اسلامي امارت” پرځای “د طالبانو ډله” کارول.
“تاسو بايد د طالبانو په طرف اوسئ يا به هغوي ستاسو دفتر بندوي،” د اطلاعات روز انلاين مدير الياس نوانديش د ژورناليزم يو نړيوال فيسټوال ته په اپريل کې ويلي وو. د اطلاعات روز ځينې کار کوونکو دندې پرېښودلې، او د پاتې کارکوونکو څخه اکثره يې په البانيا، هسپانيا، او متحده ايالتونو کې وېشل شوي دي. نوانديش وايي هغه چې لا هم په افغانستان کې دي پټ کار کوي مګر اطلاعات روز کوښښ کوي چې له دوي سره له هېواده په وتلو کې مرسته وکړي.
د طالبانو راتګ اطلاعات روز لپاره، کوم چې د پلټنې راپورونو کې تخصص لري، د دې لامل شو چې چاپ کول ودروي او په جامع ډول انلاين بڼې ته شي. ياد شرکت د اعلاناتو او ګډونوالۍ فيسونه له لاسه ورکړي کوم چې د دوي د چاپي فعاليتونو دوام لپاره اړين دي.
په رښتيا هم، د افغانستان اقتصاد کې افراطي رکود د اعلاناتو او د عايداتو نورو سرچينو ټولې رسنيزې ځانګړتياوې ولوټلې. “دا له يو آفت نه هم وراخوا دی” سعد محسني، د موبي ګروپ اجرايه رئیس، کوم چې د افغانستان تر ټولو لویه خبري او تفريحي شبکه، طلوع نيوز او طلوع تلویزون لري، د افغانستان د اقتصاد راټيټېدلو په اړه وويل.
د نړيوال بانک له مخې د طالبانو د واک نيولو نه وړاندې، بهرنۍ مرستې د اقتصاد ۴۵٪، او تخمينا د حکومتي لګښتونو ۷۵٪ سلنه جوړېدلې. دغه بهرني جريانونه په تېر اګست کې په ناڅاپي ډول ودرېدل. په ورته مهال کې، د متحده ايالتونو جمهور رئیس جو بايډن يو اجرايوي فرمان صادر کړو چې د هېواد د مرکزي بانک څخه د افغانستان کنګل کړی شوي ۷ ميليارده امريکايي ډالر واخلي او نيمايي يې افغانستان لپاره بشري مرستو لپاره ځانکړي کړي، په داسې حال کې چې يواځې په دوه اونيو کې يې شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ افغانان، چې اکثره يې لوستې وه، په هوايي جهازونو کې پورته کولو له لارې له هېواده وويستل.
په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا مستقيما د ژورنالستانو وژل ښايي بند شوي وي، CPJ د راپور جوړوونکو او مديرانو د وېرولو او سزا ورکولو په موخه د طالبانو لخوا ترسره شوي پېښو يو ثابت جريان مستند کړی چې پکې اختياري بندي کول او ټکول شامل دي چې ځينې وخت په ډېره شديده بڼه وي. که څه هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښکاري چې د رسنيو د مديريت چارې په لاس کې اخيستي وي، خو CPJ دا مستند کړې چې د استخباراتو لوي رياست په دې تړاو په ډېريدونکي توګه د مخکښ رول لوبولی.
نورې رجحان ليکې هم په پريشانه کوونکي لوري باندې حرکت کې دي. په اپريل کې، د طالبانو يوې نظامي محکمې خالد قادري ژورنالست د رژیم پر خلاف د پروپاګند خپرولو “بهرنيو رسنيو ته د جاسوسئ کولو” په تور په يو کال بند محکوم کړو. دا د طالبانو لخوا د واک نيولو راهيسې لومړۍ پېښه وه چې CPJ مستند کړې چې پکې يو ژورنالست خپل کار لپاره محاکمه کيږي، په جرم محکوم کيږي، او سزا ورته ورکول کيږي. د ملګرو ملتونو وروستي راپورله مخې، واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدلو په لومړيو لسو میاشتو کې د ۱۷۳ بشري حقونو سرغړونو څخه چې ژورنالستان او د رسنيو کارکوونکي یې اغېزمن کړي، ۱۶۳ يې “اوسنيو چارواکو” پورې تړلي دي. په دې کې ۱۲۲ پېښې د اختياري بندي او توقيف کولو، ۵۸ پېښې د ناوړه چلند، ۳۳ پېښې د ګواښلو او وېرولو، او ۱۲ پېښې د غير ارتباطي توقيف کولو دي.
د حدونو اندازه کول
هغه ژورنالستان چې کار ته ادامه ورکوي بايد په ډېر احتياط سره دا کار وکړي. که څه هم دا خبره دوي لپاره بيخي نوې نه ده. علی لطيفي، يو تجربه لرونکی راپور جوړوونکي او د امريکا او افغانستان دوه ګونې تابعت لرونکی دی چې نړيوالو رسنيو سره همکاري لري، وايي چې په افغانستان باندې راپور جوړولو کې تل د احتياط کولو يو عنصر موجود وي. راپور جوړوونکي بايد د غچ اخېستلو خطرونه اندازه کړي، په ځانګړي ډول کله چې په حساسو موضوع ګانو باندې راپور جوړول وي. نن ورځ يواځې هغه فشارونه ډېر شديد شوي.
“تاسو به انلاين څومره خبره کوئ؟” لطيفي وايي. “ايا هغه بيانيه چې تاسو يې انلاين جوړوئ د دې ارزښت لري چې تاسو دا خطر واخلئ ځان په مشکل کې واچوئ؟”
طالبانو لطيفي ودورلی او پوښتنې يې ترې کړي، خو هغه ورسره همکاري کړې او وايي چې هغه ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې. مګر ځينې کیسې – لکه د ښځو لخوا د مظاهرې پوښل – يو چټک غبرګون راپاروي. هغه وايي “خلک کوښښ کوي چې کرښې معلومي کړې – چې تاسو څه کولی شئ [او تاسو څه نشئ کول]،”. د احتياط له عمومي مفهوم نه بهر، لطيفي له ډېر احتياط څخه کار اخلي تر څو سرچينې وساتي.
ګانون وايي چې هغې لپاره، په افغانستان کې راپور جوړولو له هغه څه څخه کوم د پام وړ بدلون نه دی کړی چې هغه ورسره په تېر حکومت کې مخ وه – که څه هم هغه دا مني چې ځايي ژورنالستان له ډېرې څارنې لاندې راځي، او له سختو پايلو هدف کېدلی شي. هغه وايي چې يو مثبت توپير شته: اوس د افغانستان په سړکونو سفر کول نسبتا خوندي دي ځکه چې جګړه ودرېدلې.
خو بيا هم، د بهرنيو ژورنالستانو پر وړاندې لاره لا نه ده پرانيستل شوې. لين اوډونيل، يوه اسټريليايي ژورنالسته او د فارن پاليسي مجلې کالم نويسه د طالبانو په اړه خبرو کې وايي “هغوي په دې اړه ډېر حساس دي چې نړۍ ته د دوي څه ډول انځور وړاندې کيږي”. په ۱۹ جولای باندې، اوډونيل، د افغانستان په اړه راپور جوړولو يوه تجربه لرونکې چې کابل ته يو څو ورځې وړاندې رسېدلې وه، د استخباراتو د لوی رياست کار کوونکو لخوا توقيف شوې وه او د بندي کولو د ګواښونو لاندې مجبوره کړی شوې وه چې طالب جنګياليو ته د جبري واده کېدلو په اړه مخکينۍ ليکل شويو کیسو په اړه يې د بخښنې غوښتلو يو ټويټ وکړي. وروسته له هغه چې يو لنډ متن یې خپور کړو چې د طالبانو لخوا کنټرول شوی و، هغې ته اجازه ورکړل شوه چې له هېواده ووځي، او وروسته ژمنه وکړي چې هيڅکله به بېرته نه راګرځي. “دا وېره ده چې د دوي د واک بنسټ دی،” اوډونيل له CPJ سره په يوې مرکې کې د طالبانو د واک په اړه وويل. “هغوي په دې کار کې لاپسې اغېزناکه کيږي چې دا یقيني کړي چې خلک ډاريږي.”
لږ تحريکوونکی
محسني، يو افغان اسټريليايي چې په دوبۍ کې مېشت دی، وايي چې طلوع لا هم په لانجمنو موضوع ګانو باندې خپرونې کوي. هغه وايي “هره یوه موضوع چې مونږ يې بايد وپوښو، مونږ يې پوښو”. که دا له محکمې پرته وژنې وي، يا په پنجشېر کې جګړه وي؛ یقينا د نجونو تعليم، د لږکيو په نښه کول – هر يو شی چې مونږ يې بايد وپوښو، مونږ پوښلی دی. مګر محسني زياتوي چې، د طلوع نشرات په قصدي توګه نظر هغه څه ته لږ تحريکوونکي دي چې د مخکيني حکومت لاندې دې سټيشن توليدول.
“لږ تحريکوونکی” ښايي د “خود سانسورۍ” لپاره يوه کنايه وي، يوه داسې کړنلاره چې په ټوله نړۍ کې ژورنالستانو ته اجازه ورکوي چې په داسې چاپيريالونو کې راپور ورکولو ته ادامه ورکړي چې د رسنيو ازادۍ ته دښمن وي چې داسې ژبې او نظريې کارولو څخه پکې ډډه کيږي چې چارواکي يې تجاوز کوونکي ګڼي. طلوع او نورو افغاني خبري رسنيو بايد پخپله پرېکړې کړې وې چې د دوي حدونه چېرته دي، او دوي يې څومره لرې پورې ټېله کولی شي. خو دې پرېکړې تل دوي نه دي ساتلي.
د بېلګې په ډول، د اريانا نيوز ازادې شبکې ژورنالستانو او مديرانو، CPJ ته د طالبانو د بيا واک ترلاسه کولو راهيسې يو کال کې د سختو شرايطو لاندې کار کولو په اړه وويل. کار کوونکي وايي چې وهل ټکول، پلټنې، ځورونې، سانسور کول، او د ښځينه کار کوونکو له دندو ګوښه کول د هغو سختيو نښې دي چې نورې افغاني رسنيزې ادارې ورسره مخ دي – او دا چې هغوي هغه پخوانۍ پياوړي رسنۍ دې حد ته زبېښلي چې دوي وېره لري چې د بندېدلو په پوله ولاړ وي.
په طلوع کې، د استخباراتو لوی رياست کار کوونکي د مارچ په ۱۷ سټيشن ته راغلل او د خبرونو وړاندي کوونکی بهرام امان، د خبرونو مدير خپلواک ساپی، او د چينل حقوقي مشاور يې په توقيف کې کړل. “ما ورته وويل، زه ولې؟” امان وروسته CPJ ته وويل. “هغوی راته وويل چې زه يو جاسوس يم او همداسې نورې خبرې یې راته وکړې.”
امان يوې ورځې لپاره په يوه تياره خونه کې په جلاتوب کې ساتل شوی و او بيا خوشې کړی شوی و. دا معلومه شوه چې عاجله موضوع دا وه چې د استخباراتو لوی رياست په يو خبري راپور باندې نيوکه لرله چې پکې ويل شوي چې ریاست د يو فرمان تر شا لاس لري چې د بهرنيو سريالونو خپرول یې بند کړي. د امان په وينا، رياست مخکې نه سټيشن ته اخطار ورکړی و چې ياد رياست دې په خبرونو کې نه يادوي، مګر امان يواځې هغه متن لوستی و چې ده ته په هغه شپه ورکړل شوی و. هغه همدارنګه د تلويزون په پرده د خپل توقيف کيسه وکړه کله چې هغه بېرته خوشی کړی شو، کوم چې د لا اخطارونو سبب شو، هغه CPJ ته وويل. امان زياته کړه چې طالبان ورته د مخکينیو پروګرامونو له امله په قهر وه چېرته چې ده د په پرده باندې د دوي استازي په سختۍ سره پوښتلي وه. امان له همغه وروسته هېواد پريښی دی.
بيا هم، ښکاري چې نظر اريانا ته طلوع نسبتا لږو ستونزو سره مخ شوی وي. دا ښايي ځکه وي چې محسني طالبانو سره کار کولو ته ډېر موافق دی نظر هغه ته چې د ده عامه بيانونه يې راښيي. مايکل کوګیلمين په ويلسن مرکز کې د اسيا پروګرام مرستيال رئیس، او په واشنګټن ډي سي کې مېشت بې طرفه فکري دستګاه وايي “طلوع کوښښ کړی چې له نوي چاپيريال سره ځان عيار کړي،”. “هغوي له خپلې لارې نه بهر نه ووځي چې په طالبانو نيوکه وکړي.”
يو تجربه لرونکی افغان ژورنالست، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې کوله تر څو په ازادانه توګه د محسني په اړه وغږيږي، وويل: “هغه هر هغه څه کوي چې خپل چينل روان ساتلو لپاره يې اړتيا وي. هغه يو ژورنالست نه دی. زه فکر کوم چې سعد [محسني] غواړي چې يو لوبغاړی واوسي او هغه خپلې رسنۍ دې هدف لپاره کاروي. مګر بيا هم، ژورنالست زياتوي، “زه فکر کوم چې د دوي ژونالستان حيرانوونکي دي او هغوي غواړي چې رښتيا ووايي.”
د فشارونو سره سره چې د ښځو ونډه او اثر دې کم کړي، طلوع د ډېرو ښځو په ګمارلو سره، د تېر کال اګست په مياشت کې د ۸ ښځينه ژورنالستانو په پرتله نن ورځ ۲۱ ښځينه ژورنالستانې لري، يوه خبره ثابته کړې. کله چې طالبانو په می کې د تلويزون په پرده باندې ښځې دې ته مجبورې کړې چې له سترګو ښکته دې خپل مخونه پټ کړي، په سټيشن کې نارينه ژورنالستانو د ماسک په اغوستلو سره څلور ورځې احتجاج وکړو. په داسې حال کې چې دې کار په خواله رسنيو کې محافظه کارانه نيوکې جذبې کړې، خو محسني وايي چې طالبانو دې کار ته کوم بل غبرګون ونه ښودلو. په حقيقت کې، په داسې حال کې چې د طالبانو د واک نيولو څخه سمدستي وروسته د طلوع ډېری کار کوونکو هېواد پرېښوده، طلوع د هغوي پرځای ګمارنو ته ادامه ورکړې چې د کارکوونکو شمېر يې ۸۰ شاوخوا ساتلی.
هغه وايي “د جنوب اکثره برخو کې، ولسواليو او ولايتونو کې چېرته چې مونږ د تاوتريخوالي له امله نشوای تللی، اوس مونږ ورتللی شو او په ځايي مسئلو باندې راپور ورکولی شو”. مونږ په ورځ کې له ۱۷ ځايي کيسو څخه ۲۲ نه تر ۲۵ کيسو ته تللي يو. نو مانا دا چې مونږ د هغه په پرتله چې پخوا مو لرلو اوس د خبرونو له لحاظه پراخ پوښښ لرو.”
محسني وايي سټيشن د شرکت يوې پرېکړې له امله روان پاتې شوی چې د عملياتو ملاتړ به کوي، له دې امله نه دی چې سټيشن اوسمهال پيسې ګټي. موبيپه جنوبي او مرکزي اسيا، منځني ختيځ، او افريقا کې خبري او تفريحي خدمتونه چلوي. هغه د مالي ملاتړ نورو بڼو په لټه کې دی تر څو طلوع روان وساتي.
محسني باور لري چې د لانجمنو مسئلو، لکه د نجونو تعليم، خبري پوښښ د عامه خلکو د نظر په رامنځته کولو يو مهم رول لوبولی، کوم چې هغه وايي چې طالبان ورسره حساس دي او کوم چې، د وخت په تېرېدو سره، د دوي په رهبرۍ کې معتدل غږونه پياوړي کولی شي. هغه وايي “ښايي يوه نرۍ لاره موجوده وي چې له دې هر څه نه يو څه مثبت رابرسېره شي،” په داسې حال کې چې دا هم مني چې هر څومره محدودې ازادۍ چې پاتې دي هر وخت کېدای شي چې وتړل شي.
هغو ژورنالستانو ته چې زما د پيغامونو بکس یې په داسې مسیجونو ډک کړی لکه “مهرباني وکړئ ښاغلی بټلر، له ما سره مرسته وکړئ،” يا – طالبانو ته په اشارې سره يې ویلي – “هغوي به ما يا زما د فاميل يو غړی ووژني،” راتلونکی په ناشوني ډول تياره دی. مګر بيا هم څو سلګونه ژورنالستان په افغانستان کې په دندو پاتې دي، چې يو خطرناک نوي سياسي اراضۍ کې حرکت کوي، په داسې حال کې چې ځينې نور بيا په جلا وطنۍ کې د راپور ورکولو کوښښ کوي. دوي باور لري چې د دوي کار لا هم د دوي د هېواد په راتلونکي او د دوي د ملګرو افغانانو په ژوند کې يو بدلون رامنځته کولی شي.